سیاستخبرونهTOP

د غوايي ۸مه د شوروي یرغلګرو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بري ۳۲ کالیزه ونمانځل شوه

کابل، د غوايي ۸مه، باختر 

نن د غوايي اتمه، چې د پخواني شوروي اتحاد د زبرځواکونو پر وړاندې د افغان مجاهدینو د بریالیتوب له ۳۲مې کالیزې سره برابره ده، د یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو په شتون کې په پلامېنه کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نورمحمد ثاقب په یاد غونډه کې وویل چې افغان مجاهدینو په سترو قربانیو د وخت شوروي یرغلګرو ته کلکه ماتې ورکړه او جهاد یې وګاټه، خو وروسته د یو شمېر مشرانو ترمنځ د اختلاف او نورو فتنو له کبله ګټل شوی جهاد ونه ساتل شو او افغانستان د کورنیو جګړو ښکار شو. 

په ورته وخت کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خلیل الرحمن حقاني په دغه غونډه کې څرګنده کړه هغه دښمن، چې د شوروي یرغل پر وړاندې تر بریا وروسته یې مجاهدین د ګوندونو، سمت، سخت دریځۍ او بنسټ پالنې په نومونو سره بېل کړل اوس هم په کمین کې ناست دی او په بېلا بېلو نومونو د افغانانو د وېشلو او بې اتفاقه کولو هڅې کوي. 

حقاني د افغانستان د راتلونکي نسل په ذهنونو کې د خپلو پلرونو او نیکونو د جهادي کارنامو د ژوندۍ ساتلو په موخه د ورته غونډو جوړول مهم او اړین وبلل او زیاته یې کړه، چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې، چې چاته به د غلامۍ سرټیټ نکړي او د خپلو سرونو په بدل کې به له خپلې ازادۍ څخه دفاع کوي. 

 د یادونې وړ ده، چې له نن څخه ۳۲ کاله وړاندې په همدې ورځ افغان مجاهدین وتوانېدل، چې د سترو قربانیو تر زغملو وروسته بریا ته ورسېږي او د هېواد د چارو واګې په لاس کې واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته