کابل باختر د غبرګولي دريمه :
په شمال زون کې د افغانستان د فوټبال د غوره ليګ د منتخبو مقدماتي سياليو په لړ کې نن د فارياب ټيم د جوزجان الف له ټيم سره او د سرپل ټيم د جوزجان له بي ټيم سره لوبې کوي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په جوزجان کې د شمال زون کې د فوټبال انتخاباتي سيالۍ د پنځو ټيمونوپه ګډون يوه ورځ مخکې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او په پرونۍ لوبه کې د جوزجان بي ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره د سمنګانو ټيم ته ماتې ورکړه .
قيومي زياته کړه چې د سيمرغ البرز ټيم ته د ډيرو غوره څيرو د پيژندلو لپاره په شمال زون کې د فوټبال انتخاباتي سيالۍ پرون په جوزجان کې پيل شوې دي.
1 1 دقیقه لوستل