کابل، د غوایی ۱۷ مه، باختر
د سرپل د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین وايي، چې د سانچارک ولسوالۍ د فوټبال پسرلني جام سیالۍ د نوین تبر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د باختر آژانس د خبرله مخې، دغه سیالۍ شاوخوا ۲ میاشتې وړاندې د یاد آمریت له لوري پيل شوې وې، چې پای لوبه کې یې د نوین تبر لوبډله وتوانېده د سانچارک د امنیې قومندانۍ لوبډلې ته د ۱-۰ په توپیر ماتې ورکړې او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړې.
د یادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه په دې ولسوالۍ کې د سپورټ پرمختګ او د غوره څېرو ټاکل ښودل شوې ده.