خبرونهټولنه

په کندز ښار کې د عمري چوک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر

د کندز ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د پنځمې ناحیې اړوند د عمري چوک د بیارغولو چارې بشپړې شوې.

په دې مراسمو کې د ولايت مقام رئيس مولوي عبدالغفور شهیدزي د ښار په کچه د ښاري ښکلا د پروګرامونو د پلې کولو په موخه د کندز ښاروالۍ د مسوولينو هڅي وستایلې او ويې ويل، چې د کندز ښار سمسورتیا او ښکلا په موخه؛ لا ډیر کار او هڅې باید وشي.

دغه پروژه د څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د کندز ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې څخه پلې شوې، چې د نیکلي کټارو او څراغونو لګول، د کانکریټي او تزیینې څوکیو ځای پرځای کول، د چوک په انګړ کې د ابشارونو جوړولو سربېره، زینتي ګلان او چمنونو کرل په کې شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته