کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د ۲۰۲۴ زیږدیز کال د حج مراسمو کې د ګدون په موخه د حاجیانو لومړۍ ډله نن پنجشنبې په ځایي وخت د سهار ۲ بجې او ۲۰ دقیقې د سعودي عربستان مدینې ښار ته رسېدلې ده.
د حاجیانو دغې ډله کې ۲۸۵ زیارت کوونکي شامل دي، چې د هندوستان هېواد پورې تړاوو لري.
د حج سږني مراسم د جون میاشتې له ۱۴ مې تر ۱۹ مې نېټې ترسره کېږي او میلیونونه کسان به په کې ګډون وکړي.
باید وویل شي، چې د نړۍ له ګڼو نورو هېوادونو هم د سږ کال حج مراسمو کې ګډون کوونکي حاجیان سعودي ته خپل سفر پیل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۲۰ او ۲۱ زیږدیز کلونو کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله د حج په مراسمو کې د زیارت کوونکو شمېر محدود شوی وه.