خبرونهاقتصادTOP

د سټنډرډ ملي ادارې له لوري هېواد ته د څه باندې ۳۸ ټنه ټیټ کیفیته ګاز د واردېدو مخنیوی وشو

کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر

د سټنډرډ ملي ادراې هېواد ته د څه باندې ۳۸ ټنه ټيټ کیفیته ګاز د واردېدو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د حیرتان بندر له لارې (۳۸ ټنه او ۶۴۰ کیلوګرامه) ګاز چې کیفیت یې د سټنډرډونو سره په ټکر کې و، هېواد ته یې د راتللو مخه ونیول شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته نفتي توکو او ګاز د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه  نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.

د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ څخه تر اوسه پورې سلګونه ټانکره بې کيفيته نفتي توکي او ګاز اړوندو هېوادونو ته مسترد کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته