خبرونهورزش

د بغلان په جلګې ولسوالۍ کې د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

کابل، د غوایی ۱۹ مه، باختر

د بغلان په لرې پرتې جلګې ولسوالۍ کې د آمن او سولې په فضا کې د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې چې په کې لسګونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

د بغلان د بدني روزنې او ورزش آمر قاري محمد امیر امیري وویل، چې د دغه آمریت  اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د ۵۸ ورزش کارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې دي.

آمیري زیاته کړه چې یادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ورزش د ودې په موخه ترسره شوي، چې په پای کې د یاد ولایت د ورزشي آمریت له لوري غوره ورزش کاران تشویق او وستایل شول.

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي، دغه ډول لوبې چې په لرې پرتو سیمو کې ترسره شي هم لوبغاړي هڅول کېږي او هم د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ د ورورۍ او آمن فضا نوره هم پیاوړې کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته