کابل، د غوایي ۲۰مه، باختر
د پکتیکا امنیتي منسوبینو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د مټاخان ولسوالۍ په اکاخېلو کلي کې یو شمېر جګړه ییز توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د یاد ولایت د امنيتي مسوولینو په وینا، نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۳ کلاشینکوفونه، ۱ لس ټکه، ۲ تومانچې، ۷۹۴ د کلاشینکوف مرمۍ، ۸۳۸ د پیکا مرمۍ او ۲۸ د تومانچې مرمۍ شاملې دي.
هېره دې نه وي، چې د یادو وسلو د ساتلو په جرم یو تن هم نیول شوی.