کابل، د غوایی ۱۲ مه، باختر
د کندز د بدني روزنې او سپورټ آمریت مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالیو د تر سره کېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر اژانس ته ویلي چې د دغه ولایت د خان آباد ولسوالۍ په ذاهد کلي کې د کندز، بغلان او تخار ولایتونو د ۱۳۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې دي.
د یادونې وړده، چې د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه د پهلوانانو جسمي روزنه او خلکو ته د سالمې تفرېح برابرول وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.