خبرونهفرهنګTOP

په کاپيسا کې يوې نوې خصوصي راډيو خپرونې پيل کړې

کابل، د غويي ۲۰مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معینیت سرپرست او د باختر اطلاعاتي آژانس د رئيس مولوي ضياءالحق حقمل او يو شمېر سيمه ييزو مسئولينو په شتون؛ د “ندای حقيقت” په نوم راډيو، نن د کاپيسا په مرکز محمودراقي ښار کې خپرونې پيل کړې.
دغه سيمه ييزه راډيو په ۹۱.۵ «اف.ام» څپو کې اسلامي، کلتوري، ټولنيزې او نورې برنامې خپروي.
د يادونې وړ ده چې اوسمهال د ملي راډيو ټلويزيون په ګډون، په کاپيسا کې څلور راډيوګانې هم نشرات لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته