خبرونهورزش

هلمند کې د «لښکرګاه» تر نامه لاندې د ټېب بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

کابل، د غوایي ۲۰مه، باختر

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار تور ټانګ په مرکزي لوبغالي کې د «لښکرګاه» تر نامه لاندې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ ګروپي سیالۍ پیل شوې.

د پیل لوبه د ظریفي او شهید غلطان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ظریفي لوبډلې په ټاکل شویو لسو اورونو کې شهید غلطان لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ.

بل خوا شهید غلطان لوبډلې یاد هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله او په ټاکل شویو ۱۰ اورونو کې یې یوازې ۹۴ منډې جوړې او لوبه یې د ۶۱  منډو په توپیر وبایلله.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د هلمند ولایت د ټېب بال منتخب ټیم ته د لوبغاړو د انتخابولو په موخه په لاره اچول شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته