کابل، د غوایي ۲۰مه، باختر
د میدان وردګو د فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د یو چکډیم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادې فرعي سیندیزې حوزې رئیس مولوي عبدالصمد حلیم د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ۳ میلیونه او ۳۰۰ افغانیو په لګښت د ۳۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره په لوړوالي سره د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې یاد چکډېم به د زرګونه متره مکعب اوبو ذېرمه کولو وړتیا ولري.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامې امارت په راتګ سره په یاد ولایت کې د چکډېمونو او د اوبو بندونو جوړولو په برخه کې پوره پاملرنه شوې ده.