خبرونهفرهنګTOPټولنه

په کاپيسا کې د “گل زرد” تر عنوان لاندې ملي او دوديزه مشاعره ترسره شوه

کابل، د غويي ۲۰مه، باختر
د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له‌خوا د “گل زرد” تر عنوان لاندې ملي او دوديزه کلنۍ مشاعره نن ترسره شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې مشاعره کې چې په محمودراقي ښار کې جوړه شوې وه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت مقاماتو او سلګونو سيمه ييزو مسئولينو او مشرانو، شاعرانو، ليکوالانو، فرهنګيانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه وويل: “زموږ قدرت زموږ په وحدت کې دی او اسلامي امارت د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د تقويت په لاره کې تل هڅې کړي او په دې برخه کې ټول هېوادوال په ځانګړې توګه شاعران او ليکوالان دروند مسئولیت لري چې خپل شعرونه او ليکنې د افکارو د اصلاح لپاره وکاروي.
ملا خيرخواه زياته کړه چې اوسمهال په هېواد کې اسلامي نظام حاکم او سراسري امن تامين شوی دی؛ د دې وخت دی چې ټول په يوه غږ د اسلامي نظام د لا پياوړتيا، د هېواد د پرمختګ، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي او د هېوادوالو د لا هوساينې لپاره کار وکړي او د نظام او هېواد د دښمنانو په پوچو تبليغاتو و نه غولېږي.
د کاپيسا والي قاري احسان الله بريال، د هېواد شاعران او اديبان د جهاد ریښتیني اتلان ياد کړل چې په خپلو حماسي شعرونو سره، د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد او مبارزې ډګرونه يې تاوده ساتلي وو.
همدا رنګه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتیق الله عزيزي، مشاعرې د روزنې يو ښه بستر وباله او له شاعرانو او ليکوالانو څخه يې وغوښتل چې په خپلو شعرونو او ليکنو کې د اسلامي نظام د استحکام، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي، د ملت او حکومت د نږدېوالي، د هېواد د آبادۍ او پرمختګ موضوعاتو ته ډېره پاملرنه وکړي.

20240509 200101 0000
شاعرانو او ترنم ويوونکو هم د خپلو هېوادنيو او حماسي شعرونو په ويلو سره، له هېوادوالو څخه د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي، د اسلامي امارت د ملاتړ او د هېواد د پرمختګ غوښتنه وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د “گل زرد” يا “ژېړ ګل” ملي او دوديزه مشاعره په هېواد کې لرغونى تاريخ لري او هر کال د کاپيسا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له‌خوا د خلکو په پراخ ګډون سره نمانځل کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته