کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په متحده عربي اماراتو کې د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه شوې ده.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافط ضیاء احمد تکل وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرلپسې هڅو په نتیجه کې ۴۲ افغانان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان وو د اماراتو حکومت د مشرتابه د عفوې له فرمان څخه برخمن شول چې یو شمېر یې آزاد او پاتې کسان به په نږدې راتلونکي کې آزاد شي.
تکل زیاته کړې:« د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له احوال څخه ځان باخبره وساتي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به انشاءالله کوټلي ګامونه اخلي».
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په بېلابېلو هېوادونو کې د بندي افغانانو د خلاصون لپاره هڅې پیل شوې او تر دې دمه یو شمېر هېوادونو له بندخونو لسګونه بندي افغانان خوشې شوي دي.