کابل، د غوايي ۲۰مه، باختر
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، چې د يوې مياشتې په موده کې له امريکا، روسيې، ايټاليا، فرانسې، جرمني، يونان، بريتانيا او ځينو نورو هېوادونو څخه ٢٠٠ بهرني سيلانيان ورغلي دي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر مولوي رحمت الله محمدي وايي، چې د روان کال له پيله تر اوسه د بهرنيو سيلانيانو شمېر ٣٠٠ تنو ته رسېدلى دى.
محمدي زیاتوي چې بهرنیو سیلانیانو کابل، کندهار، مزارشریف، بامیان او نورستان ولایتونو ته هم سفرونه کړي دي
نوموړي دغه ولايت ته د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د زياتوالي خبر ورکوي او وايي، چې د افغانستان له بېلابېلو ولايتونو څخه نږدې ۴ زره کورني سیلانیان هم هرات ته ورغلي دي.