امنیت

په بعلان کې دوه تنه د چرسو د قاچاقو په شک ونیول شول

کابل/باختر/ د وږي ۵ مه
د بغلان پولیسو دوه تنه د نشه یی توکو د قاچاقو په شک ونیول.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د باختر آژانس خبریال ته وویل: دغه کسان هغه وخت ونیول شول چې ٣٠ کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې له اندراب ولسوالۍ څخه بار کړي وو او غوښتل يې پلخمري ښار ته ولېږدوي.
خبرځای زیاته کړه چې نيول شوي کسان د پلخمري ښار په ختیځ کې د ننوتلو په کمربندکې له پېژندلو وروسته ونیول شول.
هغه زياته کړه: نیول شوي کسان له کرولا موټر او نشه یی توکو سره يې امینې قوماندانۍ ته وسپارل شول.
پاى/سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته