کابل باختر د مرغومي اوولسمه :
د دوشي ولسوال ويلي دي چې د دوشي _ پلخمري د لويې لارې امنيت تامين شوى دى او په دې لويه لاره کې کومه ستونزه نشته .
دباخترآژانس د خبريال د خبرله مخې: وسله والو طالبانو نن سهار د دوشي ولسوالۍ د سنګ سوراخ په ساحه کې د پلخمري _ دوشي لويه لاره وتړله او يوشمېر موټر چلوونکي يې له ځان سره بوتلل .
د دوشي د ولسوال دڅرګندونوله مخې: په خپل وخت د امنيتي ځواکونو په اقدام سره د دغې لارې په پرانيستلو برسيره تښتول شوي موترچلوونکي هم د طالبانوله منګولو څخه آزاد شول .
ختم_ ج _ اکرم