نړۍ

جان مکين: له بنسټ پالو ډلو سره د آي اس آي دايمې همکاري زه ناراحته کړي يم

کابل باختردوري دمياشتې ٣١ :

جمهوريت غوښتونکي سناتور جان مکين وايې چې په پاکستان کې څه ناڅه اووه تندلاري افراطي ډلې فعالي دي چې  د آي اس آي  له دايمې  همکاري څخه ګته اخلي .

دغه مشهور امريکايې سناتور په واشنګټن کې په خپلو وروستو څرگندونوکې ويلي دي  په پاکستان کې اووه تندلاري اوبنسټ پالي ډلې په ازادانه  ډول خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي ،. ده دمثال په توګه دحقاني دشبکي  يادونه وکړه چې دافغانستان ددولت پرخلاف فعاليتونو ته سازمان ورکوي  .

مکين چې دامريکا دمتحده ايالاتو په څلور کاله مخکي انتخاباتو کې دبارک اوباما يواځينې سيال و څرگنده کړه  چې دپاکستان  دځمکنې بشپړتيا ته درناوي کوي  خوله بنسټ پالو ډلوسره  د آي  اس  آي  دايمې همکاري  زه ناراحته کړي يم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته