کابل، د غوايي ۲۰ مه، بهرنۍ رسنۍ
د اسرایلو صهیونست پوځ خبر ورکړی، چې پرون چهارشنبې یې د رژیم په شمالي ملکیا سیمه کې یو ۲۰ کلن پوځي د لبنان حزب الله ډلې په راکټي برید کې وژل شوی دی.
دغه راز حزب الله ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پرون یې د اسرایلو په شمالي سیمو ۱۲ فایره توغندي توغولي او د معلوماتو له مخې په ټاکل شویو اهدافو لګېدلي دي.
دې ورستیو کې د صهیونست پوځ تلفات د پام وړ زیات شوي او د دوشنبې په ورځ یې هم دوه سرتېري غزه کې وژل شوي وه.
ورته وخت کې د سوریې پوځ وایي، له اشغالي جولان سیمې څخه د اسرایلي پوځ له لوري توغول شوي توغندي یې شنډ او راغورځولي دي.
سوریایي چارواکو زیاته کړې، صهیونست رژیم غوښتل پلازمېینه دمشق په نښه کړي.