خبرونهنړۍ

مسکو؛ اوکراین ته د سرتېرو لېږلو په صورت کې به پاریس له بدو پایلو سره مخ شي

نړۍ، د غوايي ۱۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسیې بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې خبرداری ورکړی، چې اوکراین ته د فرانسوي سرتېرو د لېږلو په صورت کې به پاریس د مسکو له سخت غبرګون سره مخ او د روسي ځواکونو اصلي هدف به وګرځي.

د یاد وزارت ویاندې ماریا زخاراوا دغه څرګندوې د فرانسوي ولسمشر ایمانوېل ماکرون هغې وینا ته په غبرګون کې کړي، چې د روان کال فبرورۍ میاشت کې یې کړې وه او ویلي یې وه، د اړتیا په صورت کې به اوکراین ته خپل سرتېري ولېږي.

ماکرون زیاته کړې وه، چې اوکراین کې د روسیې بریا د اروپا اعتبار صفر سر مخ کوي او باید پر وخت یې مخنیوی وشي.

ورته وخت کې روسیي چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي وه، چې د امریکا، بریتانیا او فرانسې له لوري د زیاتېدونکو ګواښونو په ځواب کې پلان لري تر څو د اټومي وسلو تاکتیکي تمرینات پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته