خبرونهسیاستTOP

حنفي: د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوليتونو څخه دي

کابل، د غوایي ۲۱مه، باختر
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د فارياب ولايت مرستيال والي محترم مولوي حميدالله ارشاد سره وکتل.
‏ارګ ویلي، چې په دې کتنه کې د فارياب ولايت مرستيال والي مولوي حميدالله ارشاد په دې ولايت کې د ټولنيز او اقتصادي وضعيت او سیمه ییزې حکومتولۍ او همداراز د فارياب ولايت د ځايي ادارې د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته معلومات ورکړل او زياته یې کړه، د دې ولايت مجاهدين او د اسلامي امارت ځايي مسؤلين له کوم ځنډ او خنډ پرته د امنيت تأمين او د خلکو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره کار کوي او په دې برخه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوي.
‏نوموړي همداراز وغوښتل ترڅو د دې ولايت په لرې پرتو سیمو کې د انکشافي پروژو پلې کولو او همداراز د برېښنا او اوبو بندونو جوړولو ته چې د دې ولايت د خلکو له عمده اړتياوو څخه بلل کېږي، ځانګړې پاملرنه وشي.
ورته مهال د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د فارياب ولايت د مسؤلينو فعاليتونه او کړنې وستايلې او ویې ویل، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د ټولنيزې هوساينې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسوليتونو څخه دي چې اړوند مسؤلين په دې برخه کې شپه او ورځ هڅه کوي.
مولوي عبدالسلام حنفي وويل، اسلامي امارت به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې دغو وړانديزونو ته رسېدنه وکړي او همداراز له ټولو ځايي مجاهدينو او مسؤلينو څخه يې وغوښتل ترڅو د سرتاسري امنیت تأمین لپاره لا زياتې هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته