سیاستخبرونهامنیتTOP

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ختيځ زون  ۲۰۱ خالد بن وليد رض د قول اردو له مسؤلینو سره وکتل

کابل، د غوایي ۲۱مه، باختر
‏د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي پرون د ختیځ زون ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو له قوماندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او یو شمېر نورو مسؤلینو سره وکتل.
په دغه کتنه کې مولوي امیرخان متقي د مسؤلينو او مجاهدينو هڅې وستايلې او زیاته یې کړه، چې دفاعي ځواکونه په ختيځ زون کې د ډاډمن امنيت د تأمين سربېره فرضي کرښې ته څېرمه هېوادوالو څخه شپه او ورځ په پوره مېړانه ساتنه او دفاع ترسره کړې او د ولسونو زړونه يې ترلاسه کړي دي.
د ۲۰۱ خالد بن وليد رض قول اردو قوماندان مولوي عبدالصبور ‘ابودجانه’ له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او همدارنګه يې د ټولو ورکړل شويو اوامرو د بشپړ اطاعت او تطبيق ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته