نړۍ، د غوايي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ
داسې حال کې چې غزه کې د رفح پر ښار د صهیونست پوځ عملیات روان دي، د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز نن چهارشنبې د صهیونست رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره ګوري او د رسنیو د راپورنو له مخې ښایي د خبرو ډېره برخه یې مصر کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د اوربند په اړه وي.
ورته وخت کې د حماس یو ویاند اسامه حمدان له امریکا څخه غوښتي، چې نتانیاهو د اوربند په اړه خبرو ته قانع کړي.
دغه راز اسرایلو کې دننه او بهر زرګونو کسانو پر رفح ښار د برید پر ضد او د اوربند په اړه د حماس د پرېکړې په ملاتړ لاریونونه کړي او له اسرایلي رژیم څخه یې غوښتي، چې خبرو ته غاړه کېږدي.
باید وویل شي، چې د مصر، قطر، امریکا، حماس غورځنګ او صهیوسنت رژیم استازي بیا ځلې په قاهره کې د اوربند په اړه یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرو ته کیني.