امنیت

په ننګرهار کې د نشه يي توکو کشف

کابل باختر دليندي دويمه :
په ننګرهار ولايت کې يوه اندازه نشه يي توکي کشف او ترلاسه شول .
پوليس وايي چې دغه توکي د رودات له ولسوالۍ څخه دجلال آباد ښار ته ليږدول کيدل چې کشف شول.
ويل کيږي ددغو نشه يي توکو دليږدونې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمدشيرزادباخترآژانس ته وويل چې نيول شويوکسانو اتيا کيلوګرامه چرس په جلا جلا کڅوړوکې په مهارت سره په يو کرولا موټرکې ځاى پرځاى کړي و .
جنرال شيرزاد وايي چې دوى د نشه يي توکو دقاچاق وړونکو د پيژندلو او نيولو لپاره هلوځلو او د دغې پديدې پرخلاف مبارزې ته زور ورکړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته