خبرونهنړۍ

امریکا، اسرایلو ته د بمونو لېږد درولی

نړۍ، د غوايي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ

اسوشیتېد پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې امریکا تېره اونۍ اسرایلو ته د بمونو د لېږد لړۍ د دې له امله درولې، چې ښایي اسرایل پر رفح ښار کې له دغو بمونو څخه د مرګونو بریدونو لپاره کار واخلي.

اسرایلو پرون سه شنبې پر رفح ښار برید پیل کړی او تر دا مهاله یې په ځمکنیو او هوایي بریدونو کې ګڼ شمېر کسان شهیدان او ټپیان کړي دي.

پر رفح د عملیاتو له پیل سره یوځای منځګړي هېوادونه لکه قطر او مصر هڅه کوي، ښکېلو لوریو ته د قناعت ورکولو له لارې غزه کې جګړه پای ته ورسوي.

ویل کېږي، ټول لوري په قاهره کې د خبرو د یو بل پړاوو پیل ته چمتو شوي دي.

حماس که څه هم د اوربند په اړه د مصر او قطر طرحې ته غاړه ایښې، خو اسرایل بیا جګړه د حل لاره بولي، لومړي وزیر یې نتانیاهو په ټینګار سره ویلي، چې که د اوربند خبرې هم کوي، خو پر رفح ښار برید ورته لومړیتوب لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته