ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم لوبغاړي ويست انديز له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر د وري اوومه :
دافغانستان دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي له شل اوريز نړيوال جام دسياليو په دوام سبا خپله څلورمه لوبه دويست انديز ټيم له لوبغاړو سره ترسره کوي .
دکرکټ بورد دخپرونومسوول عزيز غروال نن دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه لوبه دافغانستان په وخت له غرمې وروسته په دووبجو په هند کې  پيليږي .
غروال وويل :که چيرې  دافغانستان دکرکټ ملي ټيم په دې لوبه کې بريالى شي دکرکټ دشل اوريزې  نړيوالۍ شورا په درجه بندۍ کې په دريځ کې يې بدلون راځي
ديادونې وړ ده چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دنړيوال جام دسياليو ددويم پړاو په دريو لوبو کې ونه کړاى  شول چې برياليتوب ترلاسه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته