کابل باختر د وري پنځمه :
د بادغيس ولايت د جوند ولسوالۍ د پيراجي او الله يار د کليو دوه تنه اوسيدونکي ووژل شول .
د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخيزي د باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل دغه دوه تنه د سيمې د خلکو ترمنځ په وسله واله جګړه کې هغه وخت ووژل شول کله چې د ځمکې پرسر جګړه رامنځته شوه .
په دې جګړه کې له دواړو لورو څخه دوه تنه نور ټپيان شوي دي . ختم_ ج _ اکرم