کابل/باختر/ د وږي ١٩مه
په بلخ کې په تېرو دوو ورځوکې نږدې ٥٠ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي باختر آژانس ته وویل چې دغه وسله وال طالبان د هوایي قواوو په ملاتړ له امنیتي او دفاعي څواکونو سره په نښتوکې د بلخ په چاربولک او شولګرې ولسوالیو کې وژل شوي دي.
رضايی زیاته کړه چې په نښتوکې لسګونه نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د هغوی څو لېږدونکې واسطې، موټر سایکلونه او څو جنګي وسایل ويجاړ شول.
رضايي زیاته کړه چې په پېښوکې ٤ پوځیان شهیدان شوي او ٩ نوريې ټپیان شوي دي. ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ