خبرونهاقتصادټولنه

ننګرهار کې د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د غويي ۱۵مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور، سيمه ييزو مسوولينو او د جاپاني «پي.ام.اس» مؤسسې استازو د ننګرهار په بالا کوټ ولسوالۍ کې یوه ټولګټه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.
دغه پروژه چې پرې ۱.۱ میلیون افغانۍ لګښت راغلی د یو سربند او د اوبولګولو یو کانال بیارغول پکې شامل دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د يادې پروژې په پرانيست‌غونډه کې، ملا عبداللطيف منصور د سرسبزۍ او د اوبو مدیریت په برخه کې د پروژې ارزښت ته په اشارې سره؛ د يادې مؤسسې فعالیتونه د قدر وړ بللي دي.
هغه زياته کړې ده: “اسلامي امارت په هېواد کې د رېښتینو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او د افغانستان له پتمنو خلکو څخه هم تمه ده چې د دښمنانو د تبلیغاتو پر وړاندې وېښ او له اسلامي امارت سره همکار واوسي.”
ويل شوي چې د يادې پروژې په تطبيق سره، ۶۰۰ جریبه ځمکه په دايمي او ۲۲۵۰ جریبه ځمکه په موسمي ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې او همدا رنګه ۶۰۰۰ کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته