سیاست

دملي دفاع وزارت دقرارګاهي دقوماندانيت دښوونځي دستراتيژيکې کورس غړو ملي شورا وکتله

کابل  باخترسلواغې دمياشتې  ١١ :
دملي دفاع وزارت دقرارګاهي قوماندانيت دښوونځي دسترايتژيکې کورس غړو  دملي شورا دمشاهداتي کتنې په ترڅ کې دمشرانو جرګي دمنشي له نايب سيدعزيزالله الفتي سره  په داسې حال کې چې سناتور حافظ عبدالقيوم هم حاضر و  وکتل.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې دسنامجلس دمنشي نايب  په هيواد کې   ديو ډاډمن  ددفاعي نظام  دجوړولو داړتيا په باب خبرې وکړي  او ويې ويل چې دنظامي برخې مخکښان  په تجربوي کار اودهيواد په دفاعي  برخې د پرمختيا  ، وسله والو کولو اوسمبالولو په برخه کې  دمعاصرتخنيک اوعلومو په زده کړې سره  کولاي شي په ښه توګه  دځمکني بشپړتيا اودقانون دواکمني دفاع وکړي .
بريدجنرال خالد محمد سالنګي دنورو په استازيتوب د هيواد ددفاعي برخي دسمبالولو اوپياوړتيا په لاره کې دمشرانو جرګې  ددايمي هڅو او ښه نيت له امله  قدرداني وکړه او دملي دفاع وزارت  دقرارګاهي قوماندانيت دښوونځي   دستراتيژيکې کورس د جوړولو هدف  يې دنظامي مشرتابه دوړتيا دنظردپراختيا  اودپرله پسي پرمختيالپاره يوستراتيژيک لارښود وباله   چې دهيواد دامنيت  اوثبات دتامينولو په  وړاندې دپرتو خنډونو اوستونزو دله منځه وړلو  لپاره جوړشوي  دي .
ده زياته کړه دغه کورس په  ١٣٨٦ کال کې دملي دفاع وزارت په وړانديز او دامريکا  دمتحده ايالاتو  په همکاري پرانستل شو او هغه کسان په دې روزنيز پروګرام کې ګډون کولاي شي  چې دډګروالي له رتبې څخه تر تورنجنرالي رتبې پوري  ولري اوله بيلابيلو امنيتي برخو څخه وي چې دنهو مياشتو لپاره دقوماندانۍ  داستادانو ، سياسي اونظامي مخکښانو ، په کابل کې دبهرنيو هيوادونو دسفيرانو او پوځي اتشو اودافغانستان دپارلمان دغړو له  خوا ورته لوست ورکول کېږي  خو دپارلمان غړو تراوسه پوري  په دې بهيرکې  ګډون نه دى کړي.
دقوماندانيت  دښوونځي دستراتيژيک  کورس دموازينو له مخې شاملان يې دافغانستان دعلومو اکاډمي په همکاري په امنيتي برخو کې ديوتيزس په ليکلو اوديو معتبر ديپلوم په ترلاسه کولو سره فارغيږي .
دمشرانو جرګي دمنشي نايب وويل  چې دسنا مجلس ددغه قوماندانۍ درسمي بلنې په ترلاسه کولو سره خپل مجرب کادرونه دلوست ورکولو لپاره دغه مرکز ته واستول.
په پاى کې ددغې تعليمي قوماندانۍ  نښان دسنامجلس  منشي نايب ته ورکړشو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته