امنیت

دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې دڅلور ديرشو تنو تروريستانو وژل کيدل

کابل باختر د ليندى  ديارلسمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو  سيمو کې يولړ ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله  يې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا د يوه نومول شوي ولسوال په ګډون  څلور ديرش  تنه ډار اچوونکي ووژل شول شپږ تنه ټپيان او يوتن بل ونيول شو .
دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، پکتيا ، غزني ،  لوګر ،  ميدان وردګو ،  قندهار ، فراه ، جوزجان، فارياب، کندز اود هلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول.
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته