کابل باختر د ليندى ديارلسمه :
په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې څلور ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه دهېواد په بيلابيلو سيمو کې يولړ ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا د يوه نومول شوي ولسوال په ګډون څلور ديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول شپږ تنه ټپيان او يوتن بل ونيول شو .
دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونوپه ملاتړ دننګرهار ، پکتيا ، غزني ، لوګر ، ميدان وردګو ، قندهار ، فراه ، جوزجان، فارياب، کندز اود هلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شول.
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل