امنیت

د پولیسو له روزنيز مرکز څخه اویا تنه فارغ شول

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې١٩مه
د پکتیکا ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۷۰ تنه سيمه یېز پولیس له دوه میاشتنیو زده کړو وروسته فارغ شول.
هغې غونډه کې چې ل همدې امله جوړه شوې وه؛ د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبروکې فارغ شوی پولیسان خپلو دندو ته ځير کړل.
وحدت فارغ شویو پولیسو ته سپارښتنه وکړه څود ولس هغه باور چې په دوی یې لري په ریښتیني ډول وساتي او د خلکو سره په هر ډول حالاتو کې مرسته وکړي.
د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال عبدالروف مسعود وویل چې د پولیسو په روزنیز مرکز کې د ملي او سيمه يېزو پولیسو ته دوې میاشتنۍ روزنه په دې موخه ورکول کیږي چې د ټولنې له هر وکړي سره داسې سلوک  وکړي چې هغوی يې په اړه مثبت فکر وکړي او پولیس داسې وګني لکه د خپلې کورنۍ غړي.
د فارغ شویو سرتېرو په استازیتوب څو تنو پولیسانو خبرې وکړې او ويې وویل: موږ به ټول هغه اصول او قوانین پر ځان عملي کړو چې د دوو مياشتو په اوږدو کې مو زده کړي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته