کابل باختر دتلې دمياشتې ١٦ :
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٣٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٣٦ تنه نوريې ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغو عملياتو په بهيرکې چې د ننګرهار، کاپيسا، پروان، پکتيا، غزني، قندهار، روزګان، زابل، غور، بادغيس، فراه، جوزجان، فارياب، کندز، بلخ ، بدخشان او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ نهه ديرش تنه ډار اچوونکي وژل شوي او شپږ ديرش تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز د ملي دفاع وزارت مقامات وايي چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې ١٨ پلان شوي عمليات او ١٥ خاص عمليات د هېواد په شپاړلسو ولايتونوکې ترسره شوي او هوايي ځواکونو د ملي اردو د ځواکونو په ملاتړ ٧٤ الوتنې ترسره کړې او د دښمن په ځالو يې ځپنده ګوزارونه کړي دي.
پاى سعيده ذ
1 1 دقیقه لوستل