کابلباختردميزان ٤
يوتن دشلو کيلو ګرامو نشه يي توکو دقاچاقوپه وخت کې په لغمان ولايت کې ونيول شو.
دلغمان پوليس وايي: دغه سړى کله يې چې غوښتل يوه اندازه اپين نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي؛ د مهترلام ښار اود اليشنګ ولسوالۍ په لويه لاره کې ونيول شو.
دغه سړي دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په يوه سراچه ډوله موټرکې ځاى پرځاى کړي و.
د لغمان امنيه قو ماندان جنرال فضل الرحمن شيرزادباخترآژانس ته وويل چې دوى ددغو نشه يي توکو له قاچاقوڅخه خبر وو او په يو اقدام سره يې هغه کشف کړ.
جنرال شيرزاد وايي چې ده د نشه يي توکو او د هغه دقاچاق وړونکوپرخلاف جدي مبارزه ګړندي کړې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ