قلات باختر دزمري دمياشتې ٤ :
د ملي اردو دوه تنه سرتيري د زابل ولايت په شينکي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په بهيرکې شهيدان شول.
د زابل ولايت دا منيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نور پوځيان ټپيان شول.
ده وويل: په دې جګړه کې وسله والوطالبانو ته هم دسردروند زيان اوښتى دى، خو دقيق شميريې معلوم نه دى .
ويل کيږي په دې جګړه کې د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم دپوحيانو لاسته ورغلي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د زابل ولايت په مرکز قلات ښارکې دماين د چاودنې له امله يو پوځي ټپي شو .
سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغې ماين ښخونې مسوول بولي او وايي چې دهغه دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل