ټولنه

ښايي سبا اورښت پيل شي .

 

کابل _ باختر دوري اتلسمه :

 ښايي سبا په کابل اودهيواد په زياترو ولايتونوکې اورښت پيل شي .

 باختراژانس دهوا پوهنې دانترنتي دستګاه له خولې خبر راکړ چې ښايي سبا په کابل او دهيواد په زياترو ولايتونوکې اورښت پيل شي اودچهارشنبې تر ورځې پورې به په وقفوي ډول دوام ومومي .

 زياتره کروندګر اوبزګران  دورى په مياشتې کې پرله پسې اورښتونه کرکيلي ته ګټور بولي اوطرحه کوي چې په ژمې کې دواورې اورښت او دورى او ثور په مياشتو کې دباران اورښت په هيواد کې دکرکيلي دودې لپاره ډير ګتور دى .

 له بلې خوا دچارو کارپوهان دغه اورښتونه دځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې داوبو دزيرمو دپياوړتيا په لاره کې ډير ګتور بولي .

 په ژمي کې دواورې اوپه پسرلي کې دباران اورښت دهيواد خلکو ته دغلو دانودزياتوالي  زيرۍ ورکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته