امنیت

د ملي اردو دوه تنه سرتيري په زابل کې شهيدان شول

قلات باختر دزمري دمياشتې  ٤  :
د ملي اردو دوه تنه سرتيري د زابل ولايت په شينکي ولسوالۍ کې له وسله والو طالبانو سره د جګړې په بهيرکې شهيدان شول.
د زابل ولايت دا منيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختر آژانس ته وويل چې په دې  جګړه کې د ملي اردو دوه تنه سرتيري شهيدان او درې تنه نور پوځيان ټپيان شول.
ده وويل: په دې جګړه کې وسله والوطالبانو ته هم دسردروند زيان اوښتى دى، خو دقيق شميريې  معلوم نه دى .
ويل کيږي په دې جګړه کې د طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات  هم دپوحيانو لاسته ورغلي دي.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې د زابل ولايت په مرکز قلات ښارکې دماين د چاودنې له امله يو پوځي ټپي شو .
سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان  ددغې ماين ښخونې مسوول بولي او وايي  چې دهغه دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته