پلخمري باختر د غبرګولي دريمه :
دپلخمري ايبکو په لويه لاره کې دطالبانو بريدونه دامنيتي ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول او دغه لاره دترافيکو پرمخ پرانستې ده .
طالبانو تيره شپه دپلخمري ايبکو په لاره کې دباغ شمال په سيمه کې بريدونه وکړل چې دامنيتي منسوبينو له خوا په شاوتمبول شول .
په دې وروستيو وختو کې دپلخمري ايبکو ، پلخمري ، کندز او پلخمري کابل لارې دطالبانو دبريدونو ډګر و .
1 د یوې دقیقې څخه لږ