کابل/ دسلواغې۶مه/ باختر
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتوکې ۵۱ ترهګر وژل شوي، ۱۳ ټپیان او د ۴ شکمنو کسانو په ګډون ۶ نور نیول شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر د بادغیس، بلخ، هلمند، کندز، نیمروز، ننګرهار، غزني او فراه په مربوطاتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ