کابل باختر د مرغومي پنځمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په پکتيکا ولايت کې د سرحدي ځواکونو له خوا ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه ناوخته کله چې له پاکستان څخه پکتيکا ولايت ته راغلي وو، بريد وشو .
په پکتيکا ولايت کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د افغانستان دسرحدي ځواکونو په ډزوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: دغه وسله وال طالبان د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر له پاکستان څخه دپکتيکا ولايت ته راغلي وو.
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ