کابل باختر د زمري دويمه :
په تيرو دوو مياشتو کې څه ناڅه دوه سوه تنه ډار اچوونکي او دجنايي جرمونو تورنوکسان په ننګرهار ولايت کې نيول شوي دي .
دغه کسان دځانګړو عملياتو ، پلټنو او دملي امنيت له مامورينو سره په نښته کې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې نيول شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دملي امنيت مامورانو ددوو مياشتو په بهير کې ديو اويا تنو داعشي ډار اچوونکو دطالبانو دډلې دشپږ پنځوسو غړو ، ١٩ تنو انسان تښتوونکو او دجنايي جرمونو ديوويشتو تورنوکسانو په نيولو بريالي شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، له دغو افرادو څخه په سلګونو جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
دننګرهار دملي امنيت خبرځايونه وايي چې نيول شويو کسانو له تحقيقاتو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي .
ختم- عطاالله _ اکرم