کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩نيټه :
ناپيژاند وسله والوکسانو پرون مازيګر د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په يوه جومات بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول .
د شينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالوکيل وطنيار د باختر آژانس خبريال ته وويل: بريد کوونکي چې شمير يې ديارلس تنه وو؛ له ساحې څخه وتښتيدل .
ده وويل: پوليس د دوى د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .
پاى شکريه ذ