کابل باختر د غبرګولې اتلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري پرون دلرغونپوهنې رياست دانجنير عبدالله رحيمي پوښتنې ته ورغى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دلرغونپوهنې رياست لرغونپوه انجنير عبدالله رحيمي په دې وروستيو وختو کې دکابل _ مس عينک دلوى لارې په اوږدو کې چې دندې ته روان و ، دماين دچاودنې له امله ټپى شوى و .
ددغې پوښتنې په بهير کې په داسې حال کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار ډاکتر طارق رشاد او ددغه وزارت دلرغونپوهنې رييس نور اغا نوري هم حاضر و ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ددې تر څنګ چې انجنير رحيمي ته يې دبيا بشپړې روغتيا هيله وکړه ددغه وزارت يوه اندازه نغدي مرسته يې هم هغه ته ورکړه .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري څه موده مخکې ددغه وزارت دلرغونپوهنې رياست دلرغونپوه ارواښاد عبدالوهاب فيروزي دجنازې په مراسمو کې هم ګډون کړى و او دغه راز دشهيد فيروزي کورنى او دهغه دڅو تنو همکارانو کورنيو ته يې چې په دې وروستيو وختو کې دکابل _ مس عينک په لويه لاره کې دماين دچاودنې په پيښه کې ټپيان شوي و ددغه وزارت يوه اندازه نغدي مرسته ورکړې وه .
ختم_ عطاالله _ اکرم