امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول.

غزني – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
دوه تنه وسله وال طالبان تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال اسد الله باختر آژانس ته وويل: دغزني ولايت د ده يک ولسوالۍ په سليمان جي کلي کې له وسله والو طالبانو سره ځواکونو د نښتې له امله دوه تنه وسله وال طالبآن ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې دوه تنه پوليسان هم ټپيان شوي دي چې د يوه پوليس روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
له بلې خوا د غزني ولايت دملکي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت وايي: په دې پيښه کې يوه ميرمن هم ټپي شوې ده او د درملنې لپاره روغتون ته ليږدول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته