کابل باختر دزمري دمياشتې ١٤ :
د روانې اوونۍ په بهيرکې په کابل کې د هلکانو د بايسکل ځغلولو د اتلوالۍ د جام سيالۍ پيليږي .
د افغانستان دبايسکل ځغلولو فدراسيون رئيس عبدالصادق صادقي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د کابل د ورزشکارانو په ګډون د يو ويشتو نورو ولايتونو د ورزشکارانو ترمنځ پيليږي.
دده دڅرګندونوله مخې: ورزشکاران په دوو پړاوونوکې له کابل څخه تر چاريکارو او له چاريکارو څخه د پنجشير تر سفيد چهر پورې واټن ووهي.
صادقي وايي: د دغو سياليو موخه د بايسکل ځغلولو ټيم ته د غوره څيرو معرفي کول دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ