امنیت

په نورستان کې داتو تنو پاکستاني طالبانووژل کيدل.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣١
په نورستان ولايت کې دنويو نښتو په بهير کې اته تنه پاکستاني طالبان ووژل شول.
دغه جګړې تيره شپه د ډيورنډ کرښې ته څيرمه دکامديش ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونښتې چې يرغلګرو غوښتل نورستان ته ننوتي.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې اته تنه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.
ده وويل: يرغلګرو غوښتل چې د ډيورنډ له کرښې څخه په آوښتو سره دترورستي بريدونو دترسره کولو لپاره نورستان ته راننوځي.
ويل کيږي چې په دغو نښتو کې پوځيانو او ملکي وګړو ته د سرزيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته