کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٨ :
د عامې روغتيا وزير نن د نړۍ د روغتيايي سازمان د مديترانې د منځني ختيځ له حوزوي رئيس سره په کتنه کې تر ٢٠١٨ ميلادي کال پورې په افغانستان کې په پشپړه توګه د پوليو په له منځه وړولو باندې ټينګار وکړ.
د عامې روغتيا وزارت يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د عامې روغتيا وزير ډاکــتر فيروزالدين فيروز د ٢٠١٦ ميلادي کال ترپاى پورې د پوليو ويروس د فعاليت د بندولو او د ٢٠١٨ کال تر پاى پورې په بشپړه توګه د هغه په له منځه وړلو باندې ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د نړيوالو دوستانو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د نړۍ د روغتيايي سازمان د مديترانې د ختيځ حوزوي رئيس ډاکتر الله الوان د نړيوالو شريکانو د ملاتړ ژمنه وکړه .
دغه راز ده د پوليو ويروس د فعاليت دکنترول په اړوند څرګنده کړه: د٢٠١٦ کال ترپاى پورې د دغه ويروس کنترول يو واقعبينانه هدف دى او د ټولو د هر اړخيز جدي کار غوښتنه کوي.
2 1 دقیقه لوستل