امنیت

د کابل په دروازو کې يوشمېر پوليسان له دندې ګوښه کړای شول

کابل / د کب ۳ مه / باختر
د کورنيو چارو وزارت په لويو لارو کې د اصلاحاتو په لړ کې او د ترانسپورتي شرکتونو د ستونزو په څېړلو سره، د لويو لارو ۱۳۵ پوليسان او د کابل په دروازو کې د پوليسو او ترافيکو ۵۱ منسوبين له دندې ګوښه او د کورنيو چارو وزارت کورني امنيت ته یې معرفي کړل. له دې وړاندې هم ١٨٨ تنه له دندې ګوښه کړاى شوي وو.
د امنيتي چارو ستر معين ستر پاسوال عبدالصبور قانع ويلي دي چې له دندې د یادو کسانو د ناوړې استفادې په اړوند د خلکو د اطلاعاتو او شکايتونو پر بنسټ دغه کسان له دندې ګوښه کړاى شول او ډېر ژر متخصص او مسلکي کسان به د کابل په دروازو او دغه راز لويولارو کې د دوى پرځاى وټاکل شي.
ستر امنيتي معين د ترافيکو له مشرتابه، کشفي او امنيتي مسوولينو سره په ګډه غونډه کې د اصلاحاتو بهير پر دوام او پياوړتيا او له فساد سره پر مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل: له دې وروسته هغه کميشنکاران چې په ترافيکو کې د بډو زمينه برابروي، ونيول شي.
ستر امنيتي معين زياته کړه: هر څوک چې ترافيکي سندونو ته اړتيا لري، بايد په خپله مراجعه وکړي او بل څوک نه شي کولاى د سندونو د پړاوونو پر بشپړولو اقدام وکړي.
د سوداګرو او خصوصي سکتور په برخه کې جلا لارښود چمتو او ډېر ژر اعلامېږي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته