کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ :
امنيتي ځواکونو پرون د هېواد په بېلابېلوسيموکې د امنيتي فعاليتونو په بهيرکې ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه دتخار، کندز، سرپل، ميدان وردګو، فراه او د هلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ٨ تنه ټپيان او ٤ تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو دکونړ او دپکتيکا د ولايتونو په مربوطاتوکې لس ماينونه کشف اوشنډکړل.
1 د یوې دقیقې څخه لږ